- info@akhwatgroup.com
- څلورم دفتر، دریم پوړ، تورباز خان مارکیټ، جلال اباد ښار، ننګرهار، افغانستان
دغه شرکت په ختیځه سیمه کې خپل د نسل پالنې فارم یا نسل کونکی هم جوړوي چې د هګیو څخه به د یوورځینی چرګوړو او همدارنګه د خوراک لپاره هم چمتو کوي. د غه فارم به په یو وخت کې د 5,000 نسل ورکوونکو د ساتنی ظرفیت ولري او افغانستان ته به د هګیو واردولو اړتیا کمه کړي او هم به بازار ته د د امراضو څخه پاکی هګی او چورګوړی عرضه کړی. د اخوت شرکت مرستیال احسان الله په ویاړ وویل: ”دا هچري چمتو ده چې د افغانستان د چرګانو فارمونو ته خدمت وکړي ترڅو د چرګانو فارمونه پراخ کړي او نور نوي فارمونه جوړ کړي. هچري به د چرګانو د نویو فارمدارانو وده وهڅوي ځکه چې دوی به اوس په سیمه ایزه توګه د ناروغیو څخه پاک، ورځنی چرګانو باوري سارچینې ته لا سرسی ولري. زموږ د سوداګر وروستۍ موخه د سیمې د چرګانو اوسني صنعت ته پراختیا ورکول دي. زموږ چرګان او تولید شوی هګۍ به په لومړي پړاو کې د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او کابل بازارونو ته وړاندې شي او په ورستۍ پړاوونو کې به د چرګانو هګۍ او محصولات د هېواد بېلا بېلو برخو ته رسوي. شرکت خپل ځانګړی مجهز نقلیه وسایط او موټر هم لري ترڅو د یو ورځنی چرګوړی په لومړني حالت کې پیرودونکو ته په هر ځای کې وړاندې کړي.
اخوت هچري خپل لومړی هچ د ۲۰۰۷ کال د د ډسمبر په ۲۸ مه تولید کړ او په نږدې ۲۴ کلونو کې دا ډول لومړی عملیات دي. هچینګ د ٪83 د هچ نرخ سره د لوړ کیفیت څخه ګڼل کیده. اخوت هیچری د چرګانو یو خصوصي شرکت ده چې د لومړی ځل لپاره یی داسی فعالیت ترسره کړ او دا د یو ایس ای ډي پرمختیایي پروګرام – ختیځې سیمې، د خصوصي ساکتور پراختیا ټیم په مرساته جوړ شوې او په فعالیت یې پیل وکړ. او همدارنګه د یو بل یو ایس ای ډي تمویل شوي سازمان اې آر ایف سي له لرې د هچري لپاره پور تر لاسه کړ. د چرګانو لپاره لومړنۍ هګۍ د ختیځې سیمې د چرګانو د پروګرام په ملاتړ د اې ډي پي / ای د کرنې د سوداګرې پروګرام لخوا چمتو شوي. دغه نوي تولید شوی یو ورځینی چرګوړی به د سپین غر د چرګانو د اتحادیې له خوا په خپلو غړو ویشل کیده، چې نیمایي برخه یی ښځینه فارمدارانی وی، چې د سوداګریزو موخو لپاره یې پالل کیده .
دغه Akhwat Hatchery هیچری د جلال اباد ښار سوېل ختیځ ته په لس کیلومتری کې د هډې اخندزاده په سیمه کې موقعیت لري .په میاشت کې د 96,000 هګیو د اچولو ظرفیت لري.
د کلونو تجربې
د ټیم غړي
اخوت احسان شرکت یوازینی ځانګړی شرکت دی چې د متخصصو او تخنیکي کارکوونکو په درلودلو سره په افغانستان کې د څارویو او چرګانو په برخه کې تر بل هر وخت خدمات وړاندې کوي.
د بېلګې په توګه، د یو ورځنی چرګانو تولید (بریلر او طبقه)، د څارویو او چرګانو لپاره د لوړ کیفیت خواړه تولیدول، د چرګانو فارم تجهیزات لکه فیډر، څښاک، کولنګ پیډ، د وتلو فین، انکیوبیټرونه، حشرہ وژونکی، د نسل پالونکو تخنیکي وسایل. کرنه او د حاصل ورکوونکې او بانفوذه هګیو تولید.
دوی د تخنیکي مرستو، وترنری خدماتو، واکسیناسیون، وترنری درملو او نورو تخنیکي کارونو کې هم ښه تجربه لري.
د اخوت ګروپ شرکت د عصري کرنې په اړه کافي معلومات لري. دوی تل د لوړ کیفیت توکي او اجناس واردوي او تولیدوي.
اخوت احسان تر دې وړاندې هم له لاندې ادارو سره ځینې قراردادونه کړي دي.